AP ۱۴۰۳ وری ۸ ۱۵:۵۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85428803
T T
۰ Persons
لندن کې د صهیونیسټی رژیم د سفارت د سړک د «نسل وژنې سړک» نومول

کابل- ایرنا- د بریتانیا د بشری حقوقو فعالانو د صهیونیسټ رژیم پرضد په یوه نوښتګر اقدام کې په لندن کې د دغه رژیم سفارت ته د غځیدلو سړک د «جنوسایډ سړک» نوم ورکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې یوې عربي رسنۍ نن چهارشنبې د وري ۸ مه راپور ورکړ چې د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو فعالانو په لندن کې د صهیونیسټ سفارت ته څېرمه پر سړک د یوه سمبولیک پلاکارډ په نصبولو سره له دغه رژیم څخه خپله کرکه څرګنده کړه.

د بښنې د نړیوال سازمان یوه فعال «تام ګوها» د دغه سمبولیک پلې کارډ د نصبولو په اړه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «اسرایلي چارواکي باید پوه شي چې د دوی د نسل وژنې د محاکمې موضوع جدي ده او باید دا موضوع جدي ونیسي»

د دغه رپوټ له مخې په لندن کې د بښنې د نړیوال سازمان غړیو اعلان وکړ چې د بښنې د نړیوال سازمان د اجراییه مشر«ساشا دیشمک» لاسلیک شوی لیک به د صهیونیسټ رژیم سفارت ته واستوی او د صهیونیستی ډیپلوماټانو د دوام په هکله به خبرداری ورکړی.

له دې مخکې د بښنې د نړیوال سازمان مشر«اګنیس کالمار» هم په غزې تراډه د صهیونیسټی رژیم د جنګ د بندولو په هکله د ملګرو ملتو د پریکړه لیک هرکلی وکړ او د دغه رژیم د وحشیانه بمباریو د سمدستی بندیدو او د دایمی اوربند د رامنځته کیدو غوښتنه یې وکړه. 

کالامار د دوشنبې په شپه په اېکس لیکلي: اسراییل باید سمدستي پر غزې وحشیانه بمبارۍ ودروي او د بشري مرستو رسولو ته زمینه برابره کړي.

د بښنې نړیوال سازمان مشر تاکید وکړ: نړیواله ټولنه باید اوس له سیاسی لوبې څخه لاس واخلی او د بشری ژوند ژغورلو ته لومړیتوب ورکړی چې دا پریکړه لیک د دایمی اوربند لپاره لاره هواره کړی.

د ایرنا د خبر له مخې په غزه کې د سمدستي اوربند پریکړه لیک په پای کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د وري ۶ مه (د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۵) د دې پټي د خلکو په وړاندې له نږدې 6 میاشتو جګړې وروسته تصویب شو. د دغه پریکړه لیک له تصویب سره سره د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د غاصب رژیم جنایتونه لا هم دوام لری .

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .